له پېښو سره د مبارزې او چمتووالې ملي ادارې او د شلټر فارلایف نړیوالي مؤسسې ترمنځ د څه باندې نیم میلیون ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې هوکړې لهمخې، به یاده مؤسسه د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې، ۱۹ زره او ۲۲۵ کورنیو ته د نغدي پیسو او خوراکي توکو مرستې وکړي.
ویل شوي، چې دغه مرستې به په څلورو پړاوونو کې دغو کورنیو ته ووېشل شي.