
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې ویلي، چې د دې ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي، د اکټید نړیوالې مؤسسې له رئیس، هنس جوهانس سره ۶۷۳ زره ۵۰۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د یادې ادارې د خبر لهمخې، د دې هوکړې له مخې به د بدخشان ولایت په شهر بزرګ، تیشکان او کشم ولسوالیو کې به ۱۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته د نغدو پیسو مرسته ورکړل شي او د تخار په چال، بنګي او اشکمش ولسوالیو، د سرپل په سنچارک او ګوسفندي ولسوالیو او د فاریاب په ګرزیوان او دولت اباد ولسوالیو کې به هم د وچکالۍ برخه کې خدمتونه وړاندې شي.
ورته مهال له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې رئیس، ملا نورالدین ترابي په دې کتنه کې د بشري مرستو د پروژو پر شفافیت، اغېزمنتیا او چټک تطبیق ټینګار کړی او د پروژو د اداري لګښتونو د راکمولو غوښتنه یې کړې ده.