د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او د دغه ولایت د روغتیایي چارواکو په شتون کې له کنړ څخه د انتقال شویو بې سرپرسته ټپیانو د مراقبت لپاره یو لنډمهاله ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
د وزارت مرستیال د پرانیستي مراسمو کې ویلي، هغه ټپیان چې لومړنۍ درملنه یې په نورو روغتونونو کې ترسره شوې وي، د دوامدارې پاملرنې لپاره به په دې روغتون کې وساتل شي، چې ټول امکانات یې د اسلامي امارت له بودیجې برابر شوي دي.
ورته مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ویلي، چې په ټولو روغتونونو کې ځانګړي تدابیر نیول شوي او ګڼو مؤسسو او خصوصي سکټور ورسره همکاري کړې؛ خو د ټپیانو د پوره پاملرنې لپاره لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.