‏د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې د نورستان لوړو زده کړو موسسې لپاره د ۲۰ جریبه ځمکې د اخیستلو بودبجه منظوره شوه.

د یاد وزارت په وینا د نورستان ولایت د لوړو زده‌کړو موسسه د تدریسي او اداري چارو لپاره د مناسب ځای د نه‌شتون له امله له ستونزو سره مخ وه.

وزارت وایي، په نږدې راتلونکي کې به د یادې ځمکې د تثبیت او خریدارۍ چارې پیل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version