د روسیې دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د اوکراين په کرفیریه ښار کې یې په یوه رستورانت کې د اوکراین د پوځ د افسرانو او لویدیځو سلاکارانو د غونډې ځای په توغندیو ویشتی دی.

ياد وزارت ادعا کړې چې په دغه برید کې د اوکرايني پوځيانو په ګډون لږ تر لږه ۸۵ کسان وژل شوي دي.

له بل لوري بيا اوکرایني چارواکي وايي چې پرونی برید د مسکو لخوا د سږکال تر ټولو خونړی برید دی او په وينا یې په دغه برید کې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي دي.

روسيه په داسې حال کې په اوکراین دا خونړی برید ترسره کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرو اترو هيلې پيدا کړي او طمعه کېږي چې جګړه پای ته ورسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version