
ليکوال، خبريال او د جمهوريت د مشر حامد کرزي وياند د افغانستان انټرنشنل پر تازه خپاره شوي راپور سختې نیوکې کړي او دا یې «تحریف، جعل او د پاکستاني تبلیغاتو انعکاس» بللی دی.
نوموړی وايي، دغې شبکې د «قبایلي مهاجرینو د انتقال» تر عنوان لاندې د راپور موضوع په قصدي ډول تحریف کړې او په راپور کې یې د «د افغانستان غزني ته د پاکستاني طالبانو د مشرانو تګ راتګ، درملنې او د هغوی د کورنیو د انتقال» په نوم خپره کړې ده.
فيضي زیاتوي چې دا ډول کار د ژورنالیزم له اصولو سره تضاد لري او د دروغو له لارې د افکارو د جوړښت په معنا ده.
هغه ټینګار کوي چې «افغانستان انټرنشنل» په خپلو راپورونو کې د پاکستاني نظامیانو د تبلیغاتي دریځ انعکاس کوي او هڅه کوي د افغانانو ترمنځ د بېباورۍ تخم وکري.
نوموړي زياته کړې، چې د یادې شبکې د «تحقیقي راپور» ډېره برخه د هغو پاکستاني شنونکو له خبرو اخیستل شوې، چې په پاکستاني رسنیو کې د پوځ د ملاتړ لپاره څرګندونې کوي.
هغه په پای کې ويلي، چې دا ډول جهتدار او ګمراه کوونکي راپورونه د پاکستان د رواني جګړې برخه ده، چې موخه یې د افغانانو ترمنځ قومي او ټولنیز اختلافات زیاتول دي.

