Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ليکوال او شنونکی جابر نعماني: د پاکستان خلکو ته پکار ده چې دا درک کړي، چې د دوی پوځ د ظلم لپاره جوړ شوی؛ دا له تاسو څخه د دفاع کولو وړتيا نه لري او نه يې موخه د پاکستان دفاع ده
    افغانستان

    ليکوال او شنونکی جابر نعماني: د پاکستان خلکو ته پکار ده چې دا درک کړي، چې د دوی پوځ د ظلم لپاره جوړ شوی؛ دا له تاسو څخه د دفاع کولو وړتيا نه لري او نه يې موخه د پاکستان دفاع ده

    صابر افغانصابر افغان16 اکتوبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال او شنونکي جابر نعماني د پاکستان حکومت او پوځ دننه وروستۍ سياسي بې ثباتۍ او د دې هېواد د حکومتونو جوړښت ته په اشارې ليکلي، چې د پاکستان خلکو ته پکار ده، چې دا درک کړي چې د دوی پوځ د ظلم لپاره جوړ شوی او له هغوی څخه د دفاع کولو وړتيا نه لري.

    د ښاغلي نعماني په خبره هغه ورځ چې په پاکستان کې د ولس د غوښتنې سره سم يو رښتينی ولسي حکومت جوړ شي او هغه حکومت د پاکستاني ولس د غوښتنو او ګټو مطابق عمل وکړي، په هماغه ورځ به نه يوازې په افغانستان کې، بلکې د ټولې سيمې او نړۍ ستونزې پای ته ورسېږي.

    د هغه په خبره بنسټيزه ستونزه دا ده، چې پاکستان کې ولسي حکومتونو ته په رښتيني ډول د حکومت کولو اجازه نه ورکول کېږي او لامل يې دا دی، چې د نړۍ شيطاني ځواکونه په دې سيمه کې داسې واکمنانو ته اړتيا لري چې نه وجدان ولري او نه ضمير؛ تر څو په ارزانه بيه وپېرل شي او هغوی وکولای شي چې د بې‌ثباتۍ د رامنځته کولو لپاره ترې ګټه واخلي.
    نوموړي زياته کړې، چې د پاکستان پوځ يو نيابتي پوځ دی، چې په نړۍ او سيمه کې فساد خپروي او په خبره یې کله چې سخت وخت راشي نو له کليو او ښارونو څخه به وتښتي او تاسو به په تش ميدان کې يوازې پرېږدي.

    ښاغلي نعماني د پاکستان ولس ته په خطاب کې ويلي، چې تاريخ وګوري، د خپل پوځ کړنې وګوري؛ د هغه په وينا دا يو ډېر بې‌غيرته پوځ دی، چې له همدې امله ظلم او مظالم کوي.

    مخکینۍ مقالهله پاکستاني پوځ سره جګړه؛ بهر مېشتي مزدورې رسنۍ د دښمن ټریبیونونه دي
    راتلونکي مقاله بلوڅ ملي غورځنګ پر افغانستان د پاکستان تېری غندلی او له افغانانو یې ملاتړ اعلان کړی

    مربوطه لیکنې

    د وحدت ګوند مشر او د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی، محمد محقق: د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان دولت او ولس ته صمیمانه مبارکي وايم او دې هېواد ته د سولې او ثبات هيله لرم

    14 اگست 2026

    افغانستان او ایران د اقتصادي اړیکو د پراختیا پر نویو فرصتونو خبرې کړي

    13 اگست 2026

    د ایران د کرنې وزیر په کابل کې د کرنیزو محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    13 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 14 اگست 2026

    د اسد ۲۴مه؛ د اصيلو ارزښتونو او ملي هويت د بیا احیاء ورځ

    اصلي او حقيقي خپلواکي یوازې د هېواد د سرحدونو او جغرافیايي حدودو تر ساتلو نه…

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    14 اگست 2026

    د مؤمن ولس استقلال پنځه کلن شو

    14 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسد ۲۴مه؛ د اصيلو ارزښتونو او ملي هويت د بیا احیاء ورځ

    14 اگست 2026

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    14 اگست 2026

    د مؤمن ولس استقلال پنځه کلن شو

    14 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،124 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،242 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.