‏ليکوال او شنونکی مولوي جابر نعماني پاکستان سره وروستي کړکېچ ته په اشارې ليکلي، چې د دې هېواد د پوځ د بدمعاشې کړۍ پر وړاندې مقدس جهاد تر ټولو لومړی خپله په همدې پوځ فرض دی او بيا د پاکستان پر ولس.

هغه همدا راز د افغان ځواکونو وروستيو بريدونو ته په غبرګون ويلي، چې د اسلامي نظام له قلمرو دفاع نه یواځې اسلامي فریضه ده، بلکې یو ستر اعزاز، ستر جهاد او ملي دنده هم ده.

د ښاغلي نعماني په خبره مونږ مرابطین یو، د اسلامي نظام له قلمرو دفاع کوو او په دې مصلحت کې نه عذر منو، نه مصلحت او نه هم حکمت او مجبوري.

هغه زياتوي، چې د هر یرغلګر پر وړاندې له افغانستان څخه دفاع جهاد دی او رباط دی او په خبره یې زموږ انګېزه سپېڅلې ده، مورال مو قوي دی او په دې لاره کې قربانۍ ته چمتو یو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version