د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د څه باندې ۳۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت او د عمري سوداګریز ودانیز شرکت ترمنځ ګډ مشارکتي سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې.
له اوبو او انرژۍ وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې دغه سوداګریز مارکیټ د لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحیه کې د دغه ریاست په ملکیت کې په مشارکتي ډول جوړېږي.
د معلوماتو له مخې یاد سوداګریز مرکز به ۴۰بلاکونه، ۲۷۰ دوکانونه او د وسایطو لپاره مجهز تمځای
او یو باب لوی مجهز جومات ولري.
هلمند ولایت چې شل کلنې جګړې سخت ځپلی په جدي ډول بیا رغونې ته اړتیا لري چې په وروستیو کې ورته د اسلامي پاملرنه زیاته شوې او په بېلابېلو برخو کې یې رغنیزې او پراختیایي پروژې پلي کړي دي.