ماليې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د هېواد له ګمرکونو د ۴۲۴ ټانکره بېکيفيته نفتي توکو د بیرته مسترد کېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، له دې شمېرې ۳۹۷ ټانکره ډیزل او ۲۳ ټانکره پټرول له نيمروز بندر څخه او څلور ټانکره پېټرول له شېرخان او حیرتان بندر بیرته ورګرځول شوي دي.
مالیې ډاډ ورکړی، چې هېواد ته د لوړ کیفیته او معیاري نفتي توکو ورادېدو ته زمینه برابروي او دغه راز د بېکیفیته او غیر معیاري هغو په کلکه مخنیوی کوي.