کورنیو چارو وزارت وایي، د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د حرفوي غلو نهه کسیزه وسلهواله ډله نیولې.
وزارت زیاتوي، چې نیول شویو غلو په پرله پسې توګه د یاد ولایت په مختلفو سیمو کې غلاوې کولې.
کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې د غلو یاده ډله هغه مهال ونیول شوه، چې په محمداغې ولسوالۍ کې یو کور ته د غلا لپاره ورغلي وو.
سرچینې زیاته کړې، چې له نیول شویو غلو څخه یو عراده موټر، یو موټرسایکل، درې میله وسله او یوه اندازه نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.