د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي، سټیو وېټکاف، ویلي چې واشنګټن به د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د روسیې او اوکراین د کاري کچو د استازو ترمنځ د خبرو منځګړیتوب وکړي.
د وېټکاف په وینا، دغه خبرې به له جګړې وروسته پر امنیتي ترتیباتو، د کړکېچونو پر کمولو، بشري مرستو او سولې ته د رسېدو لپاره پر راتلونکو ګامونو متمرکزې وي.
نوموړي په خپله اېکسپاڼه کې زیاته کړې چې امریکايي مذاکره کوونکي به د روانې اونۍ په ترڅ کې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې هم د اروپايي هېوادونو او ناټو له استازو سره وګوري.
د وېټکاف په خبره، په بروکسل کې به د اوکراین د امنیتي تضمینونو، د جګړې له پای وروسته د اروپا د امنیتي جوړښت او د اوکراین د بیارغونې لپاره د اقتصادي مرستو په اړه خبرې وشي.


