عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د متحده عربي اماراتو حکومت تازه ۱۵ زره پاکستاني اتباع تش لاس له خپلې خاورې شړلې دي.
د راپور له مخې، له شړل کېدو سره سم د دغو کسانو بانکي حسابونه تړل شوي او د هغوی شتمنۍ ضبط شوې دي.
د فرانس-۲۴ د راپور له مخې، دا ګام د متحده عربي اماراتو او د پاکستان پوځي رژیم ترمنځ د وروستیو سیاسي کړکېچونو له زیاتېدو وروسته ترسره شوی دی.
سرچینه زیاتوي، که څه هم په اماراتو کې د سرغړونو له امله د بهرنیانو ایستل عادي چاره ده، خو په دومره لویه کچه د یوه هېواد د وګړو ډلهییز اخراج بېسارې پېښه بلل کېږي.


