د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د هېواد په ختیځ کې زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو او ژغورونکو ډلو د رسېدو خبر ورکړی.

نوموړي پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي: «همدا اوس ځایي مسؤلین او خلک د زیانمنو شوو د ژغورلو په هڅو بوخت دي، له مرکز او نږدې ولایتونو هم مرستندویه ټیمونه پر لاره دي.»

نوموړي ډاډ ورکړی، چې له ټولو شته امکاناتو څخه به د زلزله‌ځپلو د ژغورلو لپاره کار واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د افغانستان ختیځ یو شمېر ولایتونه درنو زلزلو ولړزول، چې له امله یې د غیر رسمي شمېرو له مخې شاوخوا ۶۰۰ هېوادوال شهیدان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version