د کونړ ولایت ځایي مسئولینو ویلي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله د یاد ولایت د نورګل ولسوالۍ اریت، شماش، ګربز او ودېر کلي په بشپړه توګه ویحاړ شوي.

د مسئولینو په خبره، د تېرې شپې خونړۍ زلزلې د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالیو مزار دره کې هم ځایي اوسېدونکو ته مالي او ځانې زیان اړولی دی.

مسئولین زیاتوي، چې په دې پېښه کې ۵۴۲ تنه ټپیان او پنځه سوه ۵۰۰ تنه نور شهیدان شوي دي.

د دوی په خبره، دغه شمېرې وروستۍ نه دي، ځکه چې لا هم لرې پرتو سیمو ته مرستندویه ډلې پر لار دي او ځینې لارې د غره ښویېدنې له امله ‏تړل شوې دي.

د یادونې ده، چې د پېښې ځای ته د زخمیانو د ژغورنې پر د هوایي ځواک چورلکې رسېدلي او بېړني ټپیان یې د ننګرهار حوزوي رغتون ته لېږدولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version