د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د هېواد دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو د خدمت لپاره زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي او د خلکو په ژغورلو بوخت دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله شل کسان شهیدان او شاوخوا ۳۲۰ نور ټپیان شوي دي.
ویل شوي، د دغې زلزلې له امله په کندوز، بدخشان او تخار ولایتونو کې هم هېوادوالو ته زیان اوښتی دی.
