د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د وروستي راپور په تړاو توند غبرگون ښودلی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي، په افغانستان کې د امرباالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو اورېدو وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکې بې‌ځایه دي، کوم احکام چې د امرباالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو اورېدو وزارت لخوا توصیه کېږي هغه معلوم اسلامي احکام دي.: «متأسفانه د یوناما راپور جوړوونکي هڅه کوي چې افغانستان د غربي لید لوري څخه وارزوي چې دا کار ناسم دی، افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څېر و ارزول شي او د دې هېواد د ملت چې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د شرعي نظام د جوړېدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې غوښتنې په پام کې ونیول شي.»

نوموړي ویلي، په افغانستان کې له ټولو وگړو سره شرعي چلند کېږي او په هېچا زور زیاتی نه کېږي.:«په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دې که نارینه شرعي برخورد ورسره کېږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څېر د اجرا وړ دي، په دې اړه له چا سره هېڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه کېږي.»

په کابل کې د ملگرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) پرون یو راپور خپور کړی و او په هغه راپور کې یې ویلي وو، چې د افغان حکومت د امر باالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو اورېدو وزارت پر افغان ښځو گڼ بندیزونه لگولي دي او د دوی په وینا ځینې حقوق یې ترې اخیستې دي

ځواب پریږدئ

Exit mobile version