د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، محتسبینو یې ننګرهار کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب په موخه په تېر یوه کال کې د مېرمنو د حقونو اړوند ۴۰۹ بېلابېلې قضیې حل کړې دې.
د یاد ولایت د امر بالمعروف مسئولینو ویلي، چې په دغه قضیو کې د ناخوښه ودونو، کورني ظلم، په بدو کې ورکړې، طلاق، میراث، ولور، کورني بند او ورته نورې قضیې شاملې دي.
بلخوا د دې وزارت مسؤلینو ډاډ ورکړی، چې په بشپړ توان به د هغو ټولو بدو پېښو او ناوړه دودونو مخه نیسي چې له امله یې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې شوي وي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم محتسبینو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زرګونه مېرمنې له کورني ظلم، ناخوښه ودونو او کورني بند څخه ژغورلې او په دې برخه کې یې هڅې لا هم دوام لري.


