د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي، محتسبینو یې میدان وردګ، نیمروز، کندز، تخار، فاریاب او هلمند ولایتونو کې ۱۳ مېرمنې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

مسئولینو ویلې، چې یادې مېرمنې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي وو.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ټینګار کړی، چې ولایتي مسؤلین یې په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version