د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د فاریاب او لغمان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا درې مېرمنې له اجباري نکاح څخه وژغورلې.

د یاد وزارت په وینا، یادې مېرمنې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدلې.

ویل شوي، چې یادې مېرمنې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ولایتي ریاستونو ته د خپلو ستونزو د حل په موخه عارضې شوې هم وې.

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ټينګار کړی، د مېرمنو د حقونو خوندیتوب یې لومړیتوب دی او ډاډ څرګندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version