د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د درېیمې پلې لواء منسوبینو د سروبي‌ـ‌تګاب پر لاره بند پاتې ګڼ شمېر باروړونکي وسایط له چپه کېدو ژغورلي او د ترافیکي پېښو له زیانمنو سره یې مرسته ترسره کړې ده.

د یادې قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي، د سروبي ولسوالۍ د غیبي بابا په سیمه کې د سختو اورښتونو او رامنځته شویو خنډونو له امله باروړونکي وسایط د چپه کېدو له جدي ګواښ سره مخ وو، چې د دغې قول اردو د ځواکونو له لوري ژغورل شوي.

د سرچینې په وینا، دفاعي ځواکونو یاده سیمه کې یوه سراچه موټر چې له سړک څخه منحرف شوی او کندې ته لوېدلی و، د کرېنګ په وسیله راپورته او لاره یې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستې.

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو ځواکونو د سلطاني ډاګ، میناري کنډو او بند غازي سیمو څخه باران ځپلي او یخ ځپلي کوچي هېوادوال، د تنکیو ماشومانو او د هغوی رمې په ګډون، د پوځي وسایطو په مرسته ژغورلي او خوندي سیمو ته یې انتقال کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version