د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، تر دې مهاله یې په قانوني ډول لس مېلیونه مخابراتي سیمکارتونه ثبت کړي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، کابل کې یاده پروسه ۶۰سلنه بشپړه شوې او پاتې ۴۰سلنه به هم لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي، همدا راز ټولو مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰زرو سیمکارتونو د ثبت لارښوونه شوې، چې د همدې میکانېزم په بشپړولو سره کولی شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې څخه نوي سیمکارتونه واخلي.

که څه هم یاد بهیر په افغانستان کې پر یوې پېچلې موضوع بدل شوی و او د معما بڼه یې غوره کړې وه؛ خو د حل په موخه یې اغېزمن گام نه و اخیستل شوی.

په هېواد کې د مخابراتو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ټول هغه سیمکاتونه چې گټه ترې اخیستل کېږي، یو قانوني بهیر ته وغورځېدل او اوس دغه بهیر پوره قانوني او بریالی دی.

د الکوزي په خبره، افغانستان کې کابو ټول فعال سیمکارتونه ۲۳مېلیونو ته رسېدلي چې په دې شمېر د سیمکارتونو ثبت کېدل هم یوه موضوع وه.

د دې موضوع د حل په موخه مخابراتي شرکتونو ته د مخابراتو وزارت له طریقه سیستم جوړ او دوی ته یې د ثبت بهیر اسانه کړ.

همدا راز مخابراتي شرکتونه ته وویل شول چې د خپل ظرفیت د لوړولو او همدا راز هېوادوالو ته د اسانتیا په موخه باید گرځنده ډلې وگماري چې اوسمهال زرگونه خلک د سیمکارتونو په ثبتولو کې گرځنده کار کوي او نا ثبت شوي سیمکارتونه ثبتوي.

د امنیتي او مخابراتي برخې کارپوهان د مخابراتو وزارت له لوري د سیمکاتونو ثبتول غوره گام بولي.

دوی وايي، په هېواد کې د ټولو سیمکاتونو ثبتول کولی چې د جنايي پېښو په کمولو کې رغنده رول ولوبوي؛ ځکه په ثبت شوي سیمکارت څوک چاته گواښ نه شي کولی او نه څوک ازارولی شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version