شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp ايراني رسنيو راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، افغانستان سره پر پوله پروت سويلي خراسان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې يوې غونډې ته ويلي، چې دغه هېواد به هڅې وکړي، څو په سرحدي سیمو کې له افغانستان سره اړیکې او تعاملات پیاوړي او چټک کړي. پزشکیان ویلي، د سویلي خراسان والي ته صلاحیت ورکړل شوی، چې له افغانستان سره د اړیکو او تعامل بهیر ګړندی کړي.ياده دې وي، چې د ايران او افغانستان ترمنځ سياسي، سوداګريزې او نورې اړيکې تر بل هر وخت د پياوړي کېدو په حال کې دي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026