‏په مسکو کې د افغانستان لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې تاتارستان جمهوریت په رسمي بلنه د یاد جمهوریت پلازمېنې کازان ته سفر کړی.

ښاغلي حسن دې سفر کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر الیگ کوروتچینکو سره کتلي.

په دې کتنه کې پر گډو دوه اړخیزو موضوعاتو سربېره د تاتارستان شرکتونو له لورې په افغانستان کې پر پانگونې هم بحث او خبرې شوې دي.

ښاغلي حسن ویلي، چې په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه دواړه هیوادونه ښه ګټه اخیستلی شي او په ځانګړې توګه د افغانستان او کازان ترمنځ ګډ سوداګریز مرکز او نندارتون جوړول كولی شي د افغاني مېوو او نورو محصولاتو لپاره روسیې ته لنډه او ارزانه لاره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version