هندوکشغږ په دې وروستیو کې د مقاومت ډلې د منځنۍ کچې غړي (تورن اسدالله د محمد علي زوی) غږیز پیغام خپور کړ، چې له ایرانه پاکستان ته د دغه ډلې د غړو د انتقال هڅې پکې افشا شوې وې؛ د یاد پیغام په تائید، د مقاومت ډلې یو شمېر غړو په ټولنیزو رسنیو کې منلې چې د پاکستان غېږې ته یې پناه وړې ده.
په اسلامآباد کې د افغان حکومت ضد ډلو او څېرو مېشتېدنه په تېرو څلورو کلونو کې له آیایسآی سره د دوی د پټو لیدونو او پخوانیو تړاوونو د بیا تازه کېدو پایله ده، چې دغه ډلې او څېرې یو ځل بیا د پاکستاني پوځي رژیم د ګټو لپاره د افغان ملت په وړاندې جنګوي.
د مقاومت جبهې فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې اسلامآباد ته پناه وړل توجیه کړي، دا یې یو ښه ګام بللی او د پاکستاني پوځي رژیم د استخباراتي ادرسونو تبلیغاتي کرښې یې تبلیغ کړې دي. شنونکي په دې آند دي چې د مقاومت جبهې او پاکستاني پوځي رژیم ترمنځ مشترکات او نږدې اړیکې د دې لامل شوي چې مقاومت جبهه د افغانستان له ملي ګټو سره مخالف دریځ ونیسي.
په دې وروستیو کې له ایران او تاجکستان هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا، په دغه هېوادونو کې مېشتو مخالفینو ته شرایط سخت کړي او نور نشي کولای هلته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. له همدې امله د مقاومت جبهې په شمول نورو مخالفو ډلو او څېرو، له افغان حکومت سره د پاکستاني پوځي رژیم د اړیکو له ترینګلتیا وروسته اسلامآباد د ملاتړ کوونکي کوربه په ډول انتخاب او پناه یې ور وړې ده.
