Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مسیر ورځپاڼه: جگړه‌ځپلو سیمو ته لا هم پاملرنه نه ده شوې
    افغانستان

    مسیر ورځپاڼه: جگړه‌ځپلو سیمو ته لا هم پاملرنه نه ده شوې

    عمران آغاعمران آغا13 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له کابل څخه خپرېدونکې ورځپاڼې(مسیر) په خپله نننۍ سرلیکنه کې په جگړه ځپلو سیمو کې د بیارغونې په پڅو کارونو بحث کړی دی.

    ورځپاڼې لیکلي، په تېرو شلو کلونو کې د نړیوالې ټولنې د کلکې پاملرنې او همکارۍ سربېره په هېواد کې ځینې سیمې له پاملرنې وغورځول شوې، چې یادې سیمې هم جگړو وځپلې، هم د سیمو خلکو ژوند له ستونزو ډک و او د بیارغونې له بهیره پاتې شول.: «کله چې اوسنی حکومت واک ته ورسېد، نو یو له لومړنیو ژمنو څخه یې دا وه چې جگړو ځپلو سیمو ته به لومړیتوب ورکوي او د بیا رغونې پروژې به هلته پیلوي. دا ژمنه د خلکو د هیلو یوه تازه څپه وه چې د ډېرو لپاره یې راتلونکې ته د امېدونو دروازې پرانیستلې. خو د وخت په تېرېدو سره او د نوي سرپرست حکومت د واکمنۍ په جریان کې، چې په ټول هیواد کې سوله هم ټینگه شوې او جگړه پای ته رسېدلې، بیا هم دغه جگړې ځپلې سیمې اوس هم هماغسې محرومې پاتې دي.»

    د سرلیکنې له مخې، حکومت ته پکار ده هغو سیمو ته لومړیتوب ورکړي چې په جگړو کې ځپل شوي. دغه سیمې نه یوازې د فزیکي زیانونو څخه ځورېږي، بلکې د خلکو روحي او رواني حالت هم سخت اغېزمن شوی دی. دوی نه یوازې د خپل ژوند په کیفیت کې د پام وړ بدلونونه غواړي، بلکې دا هم غواړي چې د خپلو اولادونو لپاره یوه روښانه راتلونکې ولري.: «د حکومت له خوا ځینې پرمختیایي پروژې پیل شوې دي، خو دا پروژې تر ډېره حده مرکزي سیمو ته محدودې دي. په داسې حال کې چې جگړو ځپلې سیمې لاهم په دې تمه دي چې د حکومت له خوا ورته پاملرنه وشي. حکومت باید دې واقعیت ته پام وکړي چې د هېواد هره سیمه د بیا رغونې او پرمختگ مستحقه ده، خو جگړو ځپلې سیمې په ځانگړي ډول د فوري او جدي پاملرنې غوښتنه کوي.»

    د سرلیکنې د لیکوال په باور، د جگړو ځپلو سیمو د خلکو اعتماد تر ډېره د حکومت د کړنو پورې تړلی دی. دوی تمه لري چې حکومت به خپل مسوولیت په ښه توگه ترسره کړي او د دوی لپاره به یو امن او هوسا ژوند برابر کړي.: «حکومت باید د بیا رغونې پروژې په جگړو ځپلو سیمو کې په چټکۍ سره پیل کړي. دا به نه یوازې د سیمې د خلکو ژوند په مثبت لور بدل کړي، بلکې د هېواد په کچه به د پرمختگ او سوکالۍ لامل شي. د جگړو ځپلو سیمو لپاره پاملرنه کول، د ټولنې د متوازن پرمختگ لپاره یو اساسي گام دی. که حکومت په دې برخه کې جدي وي، نو دا به د هېواد د ثبات او سوکالۍ په برخه کې یو مهم گام وي.»

    مخکینۍ مقالهپر بهرنيو اسعارو د بنديز دوام؛ نيمروز کې د ايراني تومان کارونه اتيا سلنه کمه شوې
    راتلونکي مقاله اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د ملي ارشیف د عوایدو د زیاتوالي طرحه منل شوې ده

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان او ازبکستان د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    26 جولای 2026

    د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله ۳۴ کسان شهیدان او زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې

    26 جولای 2026

    ملا عبدالغني برادر او جمشید خواجه‌یف د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    26 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 26 جولای 2026

    د سوریې ولسمشر احمد الشرع: له اسرائیل سره د امنیتي هوکړې له لارې هر اړخیزې سولې ته د رسېدو هڅه کوو

    الجزیرې راپور ورکړی، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، حکومت یې له اسراییل سره…

    د افغانستان او ازبکستان د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    26 جولای 2026

    د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله ۳۴ کسان شهیدان او زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې

    26 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې ولسمشر احمد الشرع: له اسرائیل سره د امنیتي هوکړې له لارې هر اړخیزې سولې ته د رسېدو هڅه کوو

    26 جولای 2026

    د افغانستان او ازبکستان د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    26 جولای 2026

    د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله ۳۴ کسان شهیدان او زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې

    26 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.