د افغان حکومت مشرتابه د ۲۰۵ البدر قول اردو له مجاهدینو سره په لیدنه کې د لمانځه پر اهتمام، د دیني زدهکړو پر دوام، اسلامي اخلاقو او د نظام د شتمنیو پر ساتنې ټینګار کړی دی.
نوموړي مجاهدینو ته په وینا کې ویلي، چې لمونځ د بریا وسیله ده او مجاهدین باید د لمانځه د ټولو ارکانو او شرایطو په پوره کولو سره د دین په زدهکړه کې هڅه وکړي.
هغه زیاته کړې، چې مجاهدین باید اسلامي اخلاق او اداب خپل کړي، د قرآن کریم قرائت، تجوید او معنا زده کړي، د جوماتونو درناوی وکړي او د علم زدهکړې ته دوام ورکړي.
د نوموړي په وینا، مجاهدین باید د خپلو مشرانو او استادانو درناوی او اطاعت وکړي، د بیتالمال له موټرو او وسلو څخه په احتیاط کار واخلي، له قومي تعصب او انډیوالپالنې ډډه وکړي او شخصي ګټې د نظام له ګټو قرباني کړي. هغه همدارنګه پر تقوا، دیندارۍ او د مجاهدینو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی.


