د مقاومت جبهې ځان بلونکي مشر احمد مسعود، په خپلو تازه څرګندونو کې غوښتنه کړې چې پر افغانستان دې بندیزونه ولګول شي؛ په واقعیت کې یوازې پر حکومت نه، بلکې پر ټول هېواد د بندیزونو غوښتونکی دی.

مسعود په فرانسه کې «د راتلونکې لیدنې» په نوم غونډې ته په ښکاره وویل چې له نړۍوالې ټولنې سره باید د افغانستان اړیکې پرې شي، ترڅو پر حکومت فشار ډېر شي. هغه پرته له دې چې د بندیزونو پایلو ته فکر وکړي(کومې چې د افغانستان د میلیونونو عادي خلکو ژوند زیانمنوي) دا خامې څرګندونې یې کړې دي.

بندیزونه یعنې د بشري مرستو پرې کېدل، د درملو د وارداتو درېدل، زده‌ کړو، درسي توکو او روغتیایي خدمتونو ته د عامو وګړو د لاسرسي محدودېدل. یو څوک چې د افعانستان د خلکو دښمن نه وي، هېڅکله داسې ظالمانه غوښتنه نه کوي.

احمد مسعود د هغې لارې وړاندیز کوي چې پایله یې د افغانانو لا زیاته لوږه، ناروغي او نړۍواله انزوا ده. دا سیاست چلول نه، بلکې بې‌ رحمي ده. احمد مسعود په دې غوښتنې سره وښوده چې د ده په وړاندې له شخصي ګټو پرته بل هېڅ څه ارزښت نلري.

د افغانستان خلک د ښه ژوند مستحق دي، نه د فشار او ستونزو د زیاتېدو؛ د مقاومت جبهې مشر په دې ناسمو څرګندونو سره خپله اصلي څېره خلکو ته ثابته کړه او دا یې وښوده چې د ولس دردونو او اړتیاوو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.

پر افغانستان د بندیزونو غوښتنه د خلکو پر زخمونو مالګه شیندل دي. مقاومت جبهې په دې دریځ سره ځان له ولس څخه جلا کړ او ثابته یې کړه چې له واقعي افغانستان سره د اړیکو په ځای، د غرب په خوندي چاپېریال او د بهرنیو بادارانو په غېږ کې ناست د هغه افغانستان په اړه خبرې کوي چې د خلکو ملي ګټې او ستونزې یې ورته هېڅ ارزښت نه لري.

که مقاومت جبهه په رښتیا هم د خلکو درد ته اندېښنه ولري، نو په غربي ټولنو کې دې د افغانستان د ملاتړ غږ پورته کړي، د پرمختګ غوښتنه دې وکړي، نه دا چې د ولس درد او زخمونه زیات کړي. د افغانستان خلک دې په دې پوه شي چې بندیز یعنې لوږه او ناروغي. مقاومت جبهې په دې دریځ له خلکو سره واټن ونیو، د هغوی د هوساینې او آرام په ضد، له دښمنانو سره په یوه صف کې ودرېدل.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version