د ریاست‌الوزراء اقتصادي ملا عبدالغني برادر اخوند د ملگرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د پخواني اجرائیوي رئیس پینو الارچي سره لیدلي دي.

د ارگ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي توکو پر وړاندې د تر سره شوې مبارزې او په دغه برخه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې په راتلونکو گډو همکاریو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي برادر له قوله ویل شوي، افغان حکومت په تېرو دوه نیمو کلونو کې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه وړه، چې اوسمهال یې تولید او قاچاق صفر ته رسېدلی دی.: «اسلامي امارت په زرگونو پر نشه‌يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل، په ښه ډول یې د هغوی درملنه وکړه او د کاري زمینې برابرولو په پار یې ورته د حرفوي زده‌کړو پروگرامونه پيل کړي دي.»

نوموړي ویلي، په افغانستان کې د یو خپلواک نظام او سرتاسري امنیت په راتلو سره د نشه‌يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره ښه زمینه برابره شوې او نړیوال سازمانونه کولی شي په دغه برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجرائيوي رئيس د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او ویلي یې دي، چې نړیواله ټولنه مکلفیت لري،چې افغان بزگرانو ته د کوکنارو د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره گډه همکاري وکړي.:«دوی غواړي چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړیوال کنفرانس جوړ کړي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزگرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.»

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق بند شوی او د زرگونه هغه کسانو درملنه شوې/روانه ده چې د جمهوریت پر مهال پر نشه‌يي توکو روږدي شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version