Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ملا عبدالغني برادر: افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی، چې په رښتینې مانا د هېوادوالو خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته په ښه ډول متوجه دی
    افغانستان

    ملا عبدالغني برادر: افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی، چې په رښتینې مانا د هېوادوالو خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته په ښه ډول متوجه دی

    صابر افغانصابر افغان23 فبروري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال په تاشکند کې‏ د افغانستان سفارت له نوې ودانۍ څخه د لیدنې پر مهال د یاد سفارت مسؤلینو ته په وینا کې ویلي، په افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی چې په رښتینې مانا د هېوادوالو خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته په ښه ډول متوجه دی.

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې ‏ښاغلي برادر ویلي: «د هېوادوالو هوساینه او خوښي زموږ یوازینۍ هیله ده او تاسې هر مسؤل کس باید کوښښ وکړئ، څو د هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه وکړئ.»

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي، چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکار ووسي.

    بل خوا په تاشکند کې د افغانستان سفارت مسؤلینو د سفارت د فعالیتونو په اړه ښاغلي برادر ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په ازبکستان کې‏ د مېشت افغان کډوالو او کارکوونکو ستونزې تر ډېره حل شوې دي.

    د یادونې وړ ده، چې په تاشکند کې د افغانستان سفارت د نوې ودانۍ چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

    مخکینۍ مقالهازبکستان مېشتو افغان پانګوالو افغانستان کې سلګونه ميليونه ډالره پانګونې ته چمتو والی ښودلی
    راتلونکي مقاله ټرمپ: د امريکا د يوه بې کفايته‌ او احمق ولسمشر له خوا له اوکراين سره مرسته شوې پيسې بېرته غواړو

    مربوطه لیکنې

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    10 جنوري 2026

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    ‏لوګر کې د اسلامي او یوناني-باختري پېر ۲۷ لرغوني سیمې کشف شوې

    10 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جنوري 2026

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    د عدلیې وزارت وایي، د خوست ولایت د مرکز اړوند په غړومبۍ او مټه چینې…

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    10 جنوري 2026

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.