شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، ملا عبدالغني برادر د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر سید محمد اتابک او مل پلاوي سره کتلي دي.په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.سرچينه وايي، په دې کتنه کې همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشترکې اقتصادي کمېټې پر فعالیتونو هم هر اړخیز بحث شوی دی.ياده دې وي، چې د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو د وزیر په مشرۍ لوړپوړی ایرانی پلاوی پرون ورځ افغانستان ته راغلی دی.