د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په بلخ ولایت کې د ۲۲ زره جریبه ځمکې په مساحت د «امام شقیق بلخي رحمهالله» صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده، چې په جوړېدو سره به یې صنعتکارانو ته د فعالیت، د خامو موادو د پروسس او معیاري تولیداتو د برابرولو زمینه برابره شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ملا برادر د دغه صنعتي ښارګوټي جوړېدل د تولیدي افغانستان لپاره د افغان حکومت د ژمنې او ستراتیژیک تفکر څرګندونه بللې او ویلي یې دي، چې په دې سره به د بلخ د صنعتي ځمکو د کمښت ستونزه حل، پر وارداتو تکیه راکمه او زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
نوموړي بلخ د هېواد له مهمو سوداګریزو، ترانزیټي او صنعتي ولایتونو بللی او ټینګار یې کړی، چې د حیرتان بندر باید یوازې د وارداتو او عادي تګ راتګ مسیر نه وي، بلکې د افغانستان د پروسس شوو محصولاتو او تولیداتو د صادراتو پر مهمه ترانزیټي لاره بدل شي.
هغه له صنعتکارانو هم غوښتي چې په دغه صنعتي ښارګوټي کې پانګونه وکړي او د افغان حکومت له لوري یې د لازمې همکارۍ او اسانتیاوو ډاډ ورکړی.


