
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور تازه د بخشاباد بند پروژې له چارو ليدنه کړې او د دې بند د انحرافي تونلونو د چارو پر ژر بشپړېدو یې ټينګار وکړ.
وزارت زیاته کړې، چې د یادو تونلونو چارې له ٨٥ څخه تر ٩٠ سلنې پر مخ تللي، چې د چارو له بشپړېدو وروسته به د خاورین بند چارې پیل شي.
د یادونې ده، چې د بخش اباد بند د سلګونه میلیونه متر مکعب اوبو ذخیره کولو ترڅنګ د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم لري.