شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معین، ملا محمد ابراهیم صدر د یوه پلاوي په ملتیا د اقتصادي همکاریو سازمان (ايکو) په څلورمه ناسته کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړ. د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې په دې سفر کې پاسوال احسانالله سهیل، انجنیر محمود، او د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو رئیس مولوي عمار مهاجر د ښاغلي صدر ملتیا کوي.د ښاغلي قانع په وینا، د دې سفر موخه په یاده ناسته کې ګډون، د سیمهییزو همکاریو پراختیا او د اقتصادي همکاریو سازمان غړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پیاوړتیا بلل شوی دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري: سرحدات د اسلامي نظام حدود دي، یوه لوېشت ځمکه موږ ته تر سر ډېر ارزښت لري، افغان حکومت او افغانان به خپله خاوره د سر او مال په بیه وساتي19 اپریل 2026