د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې لیزري ځواکونو یې تېره شپه په ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې پر فرضي کرښه د پاکستاني رژیم پر پوځيانو مرګوني بریدونه کړي.
د یاد وزارت په وینا، دغو بریدونو کې ۳۲ پاکستاني عسکر هلاک او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د خبر له مخې، د ردالظلم دا تعارضي عملیات تېره شپه د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید رض او ۲۰۵ البدر قول اردو د لیزري ځواکونو له خوا ترسره شوي.
یاد وزارت وايي، د ردالظلم عملیاتو کې یو ټاور، څلور لویې پوستې فتحه او د ماینونو په مټ انفجار شوې.
سرچېنې زیاته کړې، د افغان ځواکونو له خوا دوه ډرون الوتکې هم رانسکورې شوي او یو شمېر پوځي تجهیزات په مکمل ډول تخریب او له منځه تللي دي.
