Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ملي دفاع وزارت: د ملي اسلامي اردو د ځانګړو ځواکونو ۵۱۳ تنه منسوبین له پرمختللو کومانډویي زده‌کړو فارغ شول
    افغانستان

    ملي دفاع وزارت: د ملي اسلامي اردو د ځانګړو ځواکونو ۵۱۳ تنه منسوبین له پرمختللو کومانډویي زده‌کړو فارغ شول

    صابر افغانصابر افغان16 مارچ 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ملي دفاع وزارت، د ځانګړو ځواکونو فرقې د ښوونیز مرکز له (پنځمې) دورې څخه ۵۱۳ تنه منسوبین د عقیدوي او ځانګړو کمانډويي «سختو پرمختللو» پوځي زده کړو له ترلاسه کولو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي.

    یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په همدې پار جوړو شویو مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصیح الدین فطرت د ځانګړو ځواکونو فرقې قومندان الحاج نصرت حاجي لالا او ګڼ شمېر نورو پوځي چارواکو او دیني علماوو ګډون کړی و.

    د خبرپاڼې له مخې، لوی درستیز قاری محمد فصیح الدین فطرت په خپله وینا کې نویو فارغ شویو منسوبینو ته د فراغت مبارکي ورکړې او ورته یې ویلي: «تاسو هغه غښتلي مجاهدین یاست، چې پرون مو د جهاد په سختو سنګرونو کې د کفارو د اشغال په مقابل کې د سر او مال په بیه مبارزه کوله او اوس مو په ډېره میړانه اونه ستړې کیدونکو هلو ځلو د اسلامي نظام د بقاء او خپل هېواد د ساتنې لپاره د ځانګړو ځواکونو کومانډويي سختې زده کړې ترسره کړې، چې ستاسو دغه سترې بریاوې، مسلکي وړتیاوې او رزمي نمایشونه د دښمنانو په زړونو کې وېره اچولې او دا امید یې د تل لپاره  له لاسه ورکړی، چې د دې اسلامي نظام په شتون کې به د هېواد په پاکه خاوره کې خپلو کرغیړنو موخوته ورسیږي.»

    ښاغلي فطرت د خبرو پر دوام زیاته کړې: «اتلو مجاهدینو! لکه څنګه مو چې د کفر اشغال مات او ختم کړو او خپل هېواد مو آزاد کړ، اوس هم په تاسو ټولو فرض ده چې د اسلامي نظام د بقاء لپاره او خپل هېواد د ساتنې په موخه شپه او ورځ د دښمنانو په مقابل کې مبارزه وکړئ.»

    په دغه مراسمو کې په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال ځانګړو کومانډویي ځواکونو ژمنه کړې، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خدمت کولو ته د سر په بیه چمتو دي.

    مخکینۍ مقالهد ۱۹ ميليارده ډالرو قرارداد د لغوه کېدو امکان؛ د کاناډا دفاع وزير وايي هڅه کوي د F35 امريکايي الوتکو بديل پيدا کړي
    راتلونکي مقاله د ترکیې دفاع وزیر: پي‌کې‌کې او د دې ډلې ټولې څانګې باید ژر تر ژره خپل فعالیتونه پای ته ورسوي او خپلې وسلې تسلیم کړي

    مربوطه لیکنې

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۵زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

    24 اپریل 2026

    د کابل او توکیو ترمنځ نوې ټېکنالوجۍ برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

    24 اپریل 2026

    افغان او ایټالوي ډیپلوماټانو پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو خبرې کړي

    23 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 24 اپریل 2026

    د سوډان پوځ: د چټک ملاتړ غبرګون ملېشو مرکزونه او د وسلو زېرمې یې له منځه وړي

    د سوډان پوځ د غوڅ ملاتړ ملېشو پر ضد د پرېکنده پوځي عملیاتو خبر ورکړی…

    د امریکا جګړې وزیر، پېټ هېګسېټ: د امریکا له خوا پیل شوې سمندري کلابندي به نړۍواله بڼه واخلي

    24 اپریل 2026

    د حزب الله او صهیونیست رژیم ترمنځ له اوربند سربېره نښتې روانې دي

    24 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوډان پوځ: د چټک ملاتړ غبرګون ملېشو مرکزونه او د وسلو زېرمې یې له منځه وړي

    24 اپریل 2026

    د امریکا جګړې وزیر، پېټ هېګسېټ: د امریکا له خوا پیل شوې سمندري کلابندي به نړۍواله بڼه واخلي

    24 اپریل 2026

    د حزب الله او صهیونیست رژیم ترمنځ له اوربند سربېره نښتې روانې دي

    24 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،157 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،094 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،191 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.