د ملي دفاع وزارت وایي، د پکتیا ولایت د ډنډې پټان ولسوالۍ په اوږدو کې د تور غونډۍ پوسته د دفاعي ځواکونو له لوري نیول شوې او دا مهال د کرښې پورې غاړه درنه جګړه روانه ده.

وزارت زیاتوي، چې یاد پراخ انتقامي بریدونه د پاکستاني رژیم د پرله‌ پسې هوایي بریدونو او د ملکي وګړو د هدف ګرځولو په غبرګون کې روان دي.

دفاع وزارت وایي، دغه بریدونه به تر هغې دوام ولري تر څو پاکستانی رژیم له خپلو جنایتونو څخه لاس نه وي اخیستی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version