د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، “د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه د ملي اسلامي اردو ۵۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنۍ تخنیکي، فکري او نظامي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.”
خبرپاڼه زیاتوي، په دې مراسمو کې مسوولینو فارغانو ته په خپل کاري استقامت کې د اعداد، تقوا او اخلاص سپارښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ياد وزارت د ملي اردو مسلکيتوب، روزنې او تجهيز ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.