د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو په تېر یو کال کې د یادې قول اردو د مسوولیت په سیمو کې په بېلابېلو وختونو کې د کشفي راپورونو پر بنسټ سلگونه میله بېلابیل ډول سپکې او درنې وسلې، مهمات او نظامي تجهیزات نیولي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په نیول شوو وسلو او مهماتو کې ۹۷ میله کلاشینکوف، ۲۱ قبضې راکټ، ۹ میله پیکا، ۷ میله زیکویک، ۴میله دهشکې، ۳ضربه هاوانونه، ۲ ضربه ۸۲ ملي متري توپونه، ۱۰ میله (M4)، ۷میله (M16) ۱۲میله مختلف النوع وسلې، ۳۳قابه بېلابېل ډول دوربینونه او گڼ شمېر بېلابېل ډول مهمات او نظامي تجهیزات شامل دي.
روانه اوونۍ د پکتیا امنیه قومندانۍ ویلي وو، چې ترهگرۍ سره د مبارزې پولیسو په احمدابا ولسوالۍ کې د یو لړ بریالیو عملیاتو پر مهال لس میله کلاشینکوفونه، ۲۰۰۰ دوه زره د کلاشینکوف مرمۍ، ۱۰ دانې لاسي بمونه، ۲۰ د کلاشینکوف شاجورې او گڼ شمېر نظامي وسایل چې د درې کالو راهیسې په یو کور کې ساتل شوي وو کشف او نیولي دي.
نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې هم د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو ۱۹ د M4 میلان، ۲۱ عدد شاجورونه، ۴ عدد د تومانچې خپکن او گڼ شمېر مهمات نیولي وو.
تېره میاشت د پکتیا په څنگ لوري ولایت پکتیکا کې هم ملي دفاع وزارت د وسلو یوه ډیپو کشف کړې وه، چې ۲۱ میله کلاشینکوف، یو میل M4، درې میله روسي پیکا، ۹ قبضه راکټ، ۱ پایه زیکویک، ۱میل هاوان، ۱میل ۸۲ توپ، ۳۴ فیره د راکټ مرمۍ، ۸ فیره د هاوان مرمۍ، ۸ صندوق د زیکویک مرمۍ، ۹ قبضه لاسي بمونه، ۵ پایه مخابرې، ۲ قابه دروبین او ۲۴عدده چانټې شاملې وې، امنیتي کسانو لاسونو ته ورغلې وې.
په خبرپاڼه کې نه دي ویلي، چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له لوري نیول شوې وسلې اوسنۍ او که د پخوا څخه په یادو ځایونو کې ځای پر ځای شوې وې.