Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»هلمند: باغران کې د ومانو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې
    افغانستان

    هلمند: باغران کې د ومانو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې

    صابر افغانصابر افغان26 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هلمند ځايي امنیتي مسوولین وايي، د هلمند امنیه قومندانۍ اړوند د نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو په باغران ولسوالۍ کې ومانو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.

    د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، یاده کارخونه د باغران ولسوالۍ په قره‌باغ سیمه کې وه، چې پکې ۹۰۰ کیلو غټ او میده ومان ونیول شول.

    د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند عزت الله حقاني وايي، په یاده کارخونه کې ۱۴ بېلرونه، ۳ گازډبې، ۲ ستلونه، ۴۰ لیتره ډېزل، یوه ژرنده او ۹۰۰ کیلو غټ او میده شوي ومان د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او له منځه وړل شوي دي.

    د حقاني په خبره، له دې وړاندې هم په یاده سیمه کې د ورته نشه‌يي توکو کارخونې او نشه‌يي توکو نیول شوي او له منځه وړل شوي دي.

    ومان یو بوټی دی چې د افغانستان په غرنیو سيمو کې خپله راشين کېږي او په وروستیو کلونو کې د هيرويينو او ښیښې په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي.

    له ومان بوټي څخه تر پروسس وروسته د ايفیډرين په نوم خالص مواد جوړېږي چې د کېمياوي موادو پر ځای د ښيښې او هيرويينو په جوړولو کې کار ځينې اخيستل کېږي.

    د ملگرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د ښیښې او هيرويينو په جوړولو کې د کېمياوي موادو پر ځای د ومان بوټي کارول له ۲۰۱۹ کال راهیسې پيل شوي او آن دا چې ايران ته هم قاچاق کېږي.

    د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، په ټول هېواد کې د ومان بوټي کرل او پلور بند کړی دی او دغه بوټی یې هم د نشه‌يي توکو په نوملړ کې راوستی.

    مخکینۍ مقالهد احصایې اداره: تېره میاشت د ۱۱۴ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي
    راتلونکي مقاله ملي دفاع وزارت: په تېر یو کال کې یې گڼې سپکې او درنې وسلې نیولې دي.

    مربوطه لیکنې

    د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۳۹ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

    9 مې 2026

    له ګاونډیو هېوادو نږدې ۹۰۰ نورې کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې

    9 مې 2026

    د افغانستان او کوېټ ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

    8 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 9 مې 2026

    ځایي سرچینې: شمالي وزیرستان کې زوروره چاودنه شوې

    ځایي سرچینې وایي، نن شنبه د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان اړوند شیوا تحصیل سیمه کې…

    د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۳۹ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

    9 مې 2026

    د لبنان ولسمشر له اروپايي ټولنې څخه پر اسرائیل د فشار راوړو غوښتنه کړې

    9 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ځایي سرچینې: شمالي وزیرستان کې زوروره چاودنه شوې

    9 مې 2026

    د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۳۹ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

    9 مې 2026

    د لبنان ولسمشر له اروپايي ټولنې څخه پر اسرائیل د فشار راوړو غوښتنه کړې

    9 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،098 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،201 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.