د ملي دفاع وزارت وايي، په ٢١٧ عمري قول اردو کې سلګونه عرادې بېلابیل ډول وسایط او وسلې ترمیم شوې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ٢١٧ عمري قول اردو حمایوي کنډک منسوبینو په تېر یو کال کې ١٢١٨ عرادې بېلابیل ډول وسایط او ٣٠٩ ميله بېلابېلې وسلې ترمیم او گټې اخیستنې ته چمتو کړې دي.: «په ترمیم شوو وسایطو کې ٩٢٧ عرادې رنجر، ٩٣ عرادې هاموي ټانگونه، ١١٨ عرادې انټرنېشنل، ٢٢ عرادې ضربتي ټانگونه، ٧ عرادې کرنگ، ٩ عرادې فورکلفت، ٩ عرادې گرځنده ورکشاپونه، ١٣ عرادې کاماز موټر او زيات شمېر وسلې شاملې دي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ياد وسایط او وسلې چې د تېرې ادارې په وخت کې تخریب شوې وې د يادې قول اردو د مسلکې او تخنیکي ډلو په واسطه جوړ او گټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.

د ملي دفاع وزارت په تېرو څه کم درېیو کلونو کې سلگونه پوځي وسایط بیا ترمیم کړي دي، چې اوسمهال د افغان پوځ په واک کې دي.

د ملي دفاع وزارت سربېره د کورنیو چارو وزارت هم گڼ پوځي وسایط بېرته ترمیم کړي، چې اوسمهال د پولیسو په واک کې ورکړل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version