د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د ټولیزو زدهکړو له دوه نیم میاشنۍ دورې څخه یې ۱۰۰ تنه منسوبین فارغ کړي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادو منسوبینو ته د عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جگړهییزو گډو زدهکړو قوماندانۍ د استادانو له لوري په بېلابېلو نظامي او اداري برخو کې د مسلکیتوب په موخه درسونه ورکړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې فارغ شوو منسوبینو ته لارښوونه شوې، چې خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي او له ولس سره ښه همکاري او ښه رویه وکړي.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په بېلابېلو قول اردوگانو کې زرگونه ځوانان په نظامي زدهکړو بوخت دي، چې له فراغت وروسته به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په دندو وگمارل شي.
یاد وزارت پرون ویلي وو، چې له تېر یو کال راهیسې یې زرگونه پوځي وسایط بېرته ترمیم کړي، چې اوسمهال د افغان امنیتي ځواکونو په واک کې ورکړل شوي دي.