Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د لوړو زده‌کړو وزارت او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه شوې.
    افغانستان

    د لوړو زده‌کړو وزارت او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه شوې.

    عمران آغاعمران آغا15 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د دغه وزارت او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی دی.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغې هوکړې له مخې په سترو ملي پروژو کې د استادانو له ظرفیتونو گټه اخیستنه، محصلینو ته د ملي پراختیا شرکت په پروژو کې د عملي کارونو زمینه برابرول او د پایلیکونو پروژو تکمیلول، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ملي پراختیا شرکت کارکوونکو ته د ماسټري او دوکتورا برنامو زمینه برابرول، علمي څېړنیزو کنفرانسونو ته د ملي پراختیا شرکت کارکوونکو رادعوتول، دواړه لوري یو د بل له کادرونو، متخصصینو او امکاناتو څخه گټه اخیسته او دې ورته نور موارد شامل دي.

    په خبرپاڼه کې د لوړو زده‌کړو د چارسمبالي وزیر نداء محمد ندیم له قوله ویل شوي، چې د دې هوکړې پر بنسټ نظر او عمل سره یو ځای کېږي او په گډه به د افغانستان د پرمختگ لپاره کار کوي.: «زموږ د دنیا او اخيرت پرمختگ او بریا له یو بل سره په مرسته او همکارۍ کې ده او دا د بشریت اړتیا ده.»

    نوموړي ویلي، د دې هوکړه ليک له لاسليک سره به د لوړو زده‌کړو وزارت د زده‌کړیالانو د عملي کار د ستونزو يوه لويه برخه حل شي. هغه اسانتیاوې، چې ملي پراختیا شرکت لري. که مو ږ یې زده‌کړیالانو، استادانو او لوړو زده‌کړو ته برابرې کړو، نو مېلیونونو ډالر بوديجې ته به اړتیا ولرو. ملي پراختیا شرکت ته به کارکوونکي او مسلکي کسان برابر کړي، چې په بېلابېلو څانگو کې ترې کار واخیستل شي.

    د ملي پراختیا شرکت د سوداگرۍ او پانگونې رئیس فضیل فیضان ویلي، هغه محصلان چې د لېسانس او ماسټرۍ دورې بشپړوي، د اړتیا له مخې ملي پراختیا شرکت ته ورپېژندل کېږي او د دې شرکت په څېړنیزو پروژو کې به کار کوي.

    د یادونې وړ ده، د قوش‌تېپې کانال د ملي پراختيا شرکت تر ټولو ستره پروژه ده، چې اوسمهال يې چارې په چټکۍ روانې دي. دا شرکت اوس هم د کانونو، انرژۍ د تولید، صنعت، کرنې او ترانسپورت په برخو کې د سترو کارونو د کولو اراده لري.

    مخکینۍ مقالهملي دفاع وزارت ۱۰۰تنه منسوبین له ټولیزو زده‌کړو څخه فارغ کړي دي
    راتلونکي مقاله دایکندي کې یو روغتیايي مرکز جوړ شوی

    مربوطه لیکنې

    بلخ کې د عضوي سرې د تولید يوې فابريکې په فعاليت پيل وکړ

    30 مې 2026

    د ارشاد، حج او اوقافو وزير د مکې مکرمې په ختامه‌ مسک نړيواله غونډه کې ګډون کړي

    30 مې 2026

    مولوي ذبیح الله مجاهد د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې پر ترافيکي پېښې ژوره خواشيني څرګنده کړې

    30 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 31 مې 2026

    د سپاه پاسداران سیاسي مرستیال یدالله جواني: ايران په هرمز تنګي بشپړ واکمن شوی او له ۵۰۰ کلونو وروسته داسې دريځ ته رسېدلی چې زموږ مسلم حق دی

    د ایران د سپاه پاسداران ځواک سياسي مرستيال يد‌ الله جواني په خپلو تازه څرګندونو…

    د ايران په اړه د ډونالډ ټرمپ د وضعيت خونې جوړه شوې غونډه پای ته رسېدلې

    30 مې 2026

    روسيه او چين له هرمز تنګي څخه د ځانګړي تګ راتګ له شرايطو برخمن کېږي

    30 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سپاه پاسداران سیاسي مرستیال یدالله جواني: ايران په هرمز تنګي بشپړ واکمن شوی او له ۵۰۰ کلونو وروسته داسې دريځ ته رسېدلی چې زموږ مسلم حق دی

    31 مې 2026

    د ايران په اړه د ډونالډ ټرمپ د وضعيت خونې جوړه شوې غونډه پای ته رسېدلې

    30 مې 2026

    روسيه او چين له هرمز تنګي څخه د ځانګړي تګ راتګ له شرايطو برخمن کېږي

    30 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،164 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،100 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،203 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.