Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ملګري ملتونه يو ناکام سازمان او د جګړو اصل لامل دی.
    افغانستان

    ملګري ملتونه يو ناکام سازمان او د جګړو اصل لامل دی.

    عمران آغاعمران آغا9 جولای 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    له دوهمې نړۍوالې جګړې وروسته په کال ۱۹۴۵ ميلادي کال د اپريل پر ۲۵مه ۵۱ هېوادونه د امريکا په مشرۍ په سانفرانسيسکو کې د يوې ناستې په ترڅ کې سره را غونډ او د ملګرو ملتونو (UNITED NATIONS) لپاره د منشور د مسودې په جوړولو يې پيل وکړ؛ چې د همدې کال د جون مياشتې په ۲۵مه دغه منشور تصويب، د همدغه کال د اکتوبر په ۲۴مه ملګرو ملتونو په کار پيل وکړ؛ اوس ۱۹۳ هېوادونه د ملګري ملتونو غړيتوب لري.

    د منشور له مخې د دغه سازمان په موخو کې د نړۍوالې سولې او امنیت ټینګښت، د بشري حقونو ملاتړ، بشردوستانه مرستې کولې، د تلپاتې پراختیا ترویج او له نړۍوالو قوانینو ملاتړ شاملېږي.

    د دوی د منشور له مخې دغه سازمان د نړۍوالې سولې او امنيت ټينګښت ته کار کوي؛ اما اصل کې همدا سازمان د نړۍوالې سولې او امن دښمن جوړ شوی.

    پر افغانستان د يرغل لپاره يې د امريکا په مشرۍ ناټو (NATO) افغانستان ته د قتل عام لپاره را ولېږل؛ چې شل کاله يې دلته جګړه جاري وساتل، بې ګناه افغانان يې قتل عام کړه؛ د دغې جګړې اوږدېدو ته يې بلها بهانې په دې شلو کلونو کې ولټولې او اوس هم دا چې د دوی فرمايشات نه منل کېږي نو بنديزونه او غواړي سيمه کې بياځلي امن خراب کړي.

    په عراق او سوريه کې چې کوم قتل عام وسو هم همدې UN په خوښه د امريکا په مشرۍ کلونه جګړې دوام او د مسلمانانو قتل عام وسو ايا نړيوالې سولې او امن ټينګښت دغسي وي؟

    په بوسنيا کې چې کوم قتل عام وشو، په افريقا کې چې کوم قتل عام وشو نو ملګري ملتونو څه وکړل؟

    همدا اوس چې د اسرائيلو د صهيونيستي نظام له طرفه د فلسطينيانو قتل عام شروع دی او همدغه امريکا د اسرائيلو سره مرسته لا هم کوي؛ ايا دغه جګړه ملګري ملتونو ودرول، د سوډان کورنۍ جګړه کې چې په يوې انساني فاجعې اوښتې ايا UN څه وکړل؟

    اصل کې خپله ملګري ملتونه (UNITED NATIONS) د دغو جګړو رامنځته کولو کې پوره لاس لري، په لوی لاس يې په نړۍ کې د امنيت د ټينګښت په نامه جګړې شروع کړي.

    د ملګرو ملتونو امنيت شورا United Nations Security Council (UNSC) چې د نړۍوالې سولې او اصل کې د پرېکړو خو د ملګري ملتونو مشري په غاړه لري پنځه هېوادونه دي: امريکا، برتانيه، فرانسه، روسيه او چين؛ دا هغه هېوادونه دي چې هم خپلو کې له وخته دښمني لري او هم د نړۍوال امنيت او سولې ټينګښت ذمه واري په غاړه لري.

    د امريکا وحشتونه له هېڅ چا نه دي پټ چې يواځې په تيرو شلو کلونو کې دوی څومره انسانان قتل عام کړل؛ د اټوم بم استعمال هم يواځې امريکا کړی خو نن د امنيت په شورا کې په اول مقام کې ځای لري؛ تر څو د نړۍ امن خوندي او د اټومې وسلو له استعمال څخه نور هېوادونه را وګرځوي؛ خو اصل کې امريکا خپلو د وسلو جوړولو کمپنيو ته کار کوي او د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې په خپله امريکا په جګړه او وحشتونو مصروفه وي.

    د روسيې وحشتونه او اوسنۍ د اوکراين جګړه؛ د برتانيې او فرانسې وحشتونه دي چې د دوی له وجې نړۍوالې جګړې رامنځته شوي او په ميليونونو انسانان يې قتل عام کړي، خو نن دوی د امنيت شورا غړي او د نړۍ د امن فيصلې کوي.

    همدغه پنځه هېوادونه دي چې په نړۍ کې يې د ملګري ملتونو د مشرتوب او د امنيت د ټينګښت په نامه جګړې جوړي کړي؛ يو تر بله خپلې دښمنۍ او خپلې ګټې د همدې ملګري ملتونو د مشرۍ په جامه کې خوندي کوي.

    يو طرف روسيه او چين او بل طرف بيا برتانيه، يورپ او امريکا ده چې په نړۍ کې يې د هر ډول وحشت او جنايت اجازه يې د ملګري ملتونو او امنيت شورا په نامه اخيستې؛ د نړۍ په هر ګوټ کې چې جګړه وي نو پټ يا ښکاره اړخونه به يې همدوی وي.

    د دغو هېوادونو په جګړه کې ګټه ده او له هرې جګړې څخه په ملياردونو ډالر هم وړي، ځکه ټولې هغه کارخانې چې نړۍ ته وسلې ورکوي د همدغه هېوادونو دي؛ چې په دې کې يواځې ۵۱سلنه د وسلو کارخانې د امريکا دي.

    د اسرائيلو د صهيونيستي رژيم سره د وسلو قرارداد امريکا کړی، تقريباً ۹۲سلنه وسله اسرائيلو ته د فلسطينيانو د قتل عام لپاره همدا امريکا ورکوي؛ همدغسي چين او روسيه هېوادونه دي چې تر ډېره نړۍ ته د وسلو صادرات لري؛ دوی ته مهمه سوله نه بلکې خپلې ګټې دي، خپل رقابتونه مخې ته وړي.

    د مرستو په نامه اکثره هېوادونو کې د دغه سازمان جاسوسان شتون لري چې د ملتونو او قومونو تر منځ په يوه او بل نامه دښمنۍ ايجادوي، جګړې جوړوي؛ تر څو د دوی وسلې خرڅې او د يو او بل مقابل سړه جګړه پر مخ بوځي.

    ملګري ملتونه د اقتصادي مرستو په نامه په ځينو نظامونو خپلې ناروا غوښتنې مني؛ تر څو يې پر خپل ولس عملي کړي.

    يو مثال يې د پاکستان دی چې آی ايم ايف (IMF) تر هغو پور نه ورکوي تر څو چې هلک د هلک او انجلۍ د انجلۍ سره د واده قانون يې پرې منلی نه وو؛ دغسي نو پر اکثرو هېوادونو فشار واردوي چې زموږ شرايط ومنه! که يې کوم هېواد ورسره ونه مني نو رنګارنګ بنديزونه پرې واردوي؛ که بيا هم د دوی شرطونه ونه منل شي نو د امريکايي ځواکونو يا هم د ناټو په نامه بدمعاشان ورته رامخته کوي.

    همدغسي پر ايران، شمالي کوريا او… بنديزونه لګولي ځکه چې د دوی غوښتنې نه مني؛ اوس يې پر افغانستان او افغانانو هم سخت بنديزونه ځکه لګولي چې د دوی فرمايشات او ناروا غوښتنې طالبان نه مني.

    ملګري ملتونه يواځې د دغه پنځه هېوادونو: «امريکا، برتانيه، فرانسه، روسيې او چين» يوه دسيسه ده چې دغه نور هېوادونه يې په خپل دام کې راګير کړي؛ او هم يې همېش خپلو کې سره په يوه او بل نامه اخته کړي؛ هيڅکله نه غواړي چې نړۍ کې دې سوله و امن راشي.

    ملګري ملتونه د ليګ آف نېشنز (League Of Nations) غوندي يو ناکامه سازمان دی چې د اولې جګړې وروسته د نړۍوال امنيت او له جګړو څخه د مخنيوي په موخه جوړ خو ناکامه شو؛ ځکه دوهمه نړۍواله جګړه منځته راغله؛ چې د دوهمې نړۍوالې جګړې او د ليګ آف نېشنز د ناکامۍ وروسته يې دغه سازمان په نامه د ملګري ملتونو (UNO) جوړ کړ چې ورځ تر بلې داسي ښکاري چې د همغه ليګ آف نيشنز په برخليک اخته کېدونکی او ناکام دی.

    ولسونه بايد د ملګري ملتونو په دروغجنو وعدو تېر نه وځي! پر ځای د دې چې حکومتونه هر کال د ملګري ملتونو غونډې ته د وينا او شکايتونو لپاره استازی لېږي؛ ښه خبره دا ده چې د خپل ولس او خپل هېواد مشکلاتو ته خپله د حل لاره پيدا کړي ځکه په دغه نامه سازمان د همدغه نړۍوالو مشکلاتو اصل مرجع ده.

    مخکینۍ مقالهد فرانسوي وحشت مستنده بېلګه!
    راتلونکي مقاله د بشر حقونه، که فحشا ته لمن وهل؟

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    د راپورونو له‌مخې، د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه خبري غونډه کې…

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.