ارغوان وطنیار
د ملګرو ملتونو په نوم سازمان د غرب د استخباراتو د تصمیم نېونې مرجع ده، له تاسیس تر اوسه یې د هغوی د اوامرو اطاعت کړی، لویدیځ تل دوه وسیلي ډېرې بارزې کارولي، یو همدا د ملګرو ملتونو ادرس بل د نړۍ معتبرې رسنۍ یې ولکه کړي دي. دواړه د سړې جګړې او فشار په توګه اغېزمن رول لري.
د ملګرو ملتونو 12/11/1402 نېټې ريپورټ په حواله تور پورې شوی چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د القاعده شبکې پراخ مرکزونه شتون لري چې د طالبانو له لوري دا راپور په کلکه رد شو.
رښتیا هم دلته میشت افغانانو نه القاعده ولیدل، نه یې مرکزونه ولیدل بلکې د نړۍ انجویوګان او موسسات په ډاډمن زړه فعالیتونه کوي، بهرني سیلانیان او سیلانیانې له ویرې پرته په غرونو، درو، تاریخي ځایونو، کلیو او بانډو کې شپې او ورځې ګرځي او له دې ځایه ښې خاطرې له ځانه سره وړي؛ مګر د ملګرو ملتونو سازمان دا دریځ او د رسنیو هوا یوازې هغه مانور دی چې دوی خپلې پټې استخباراتي ګټې تعقیبوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغو هېوادونو کې د تشنج په لټه دي چې څوک د امریکا او د امریکايي ټلوالې ګټې ننګوي. یا په عبارت هغه هېوادونه ټارګيټوي چې ملي ګرا ګټې لري.
موږ شاهد یوو چې د لبنان ولسمشر رفیق حریري، د عراق ولسمشر صدام حسین، د لیبیا ولسمشر قذافي چا او ولې ترور کړل؟
له دې پېښې مخکې د ایران د لومړي وزیر ډاکټر مصدق په وړاندې ایرانیان ولې د نړۍ استخباراتو ودرول؟
ځکه چې دوکتور مصدق د ایران تیل او نفت ملي اعلان کړل، د نړیوالو شرکتو له خولو یې را وایستل.
عمران خان هم د همدې اجنډاو تسلسل و چې هغه غوښتل د خپلو ملي ګټو په موخه له روسیې سره د اړیکو کانال ساز کړي او د امریکا له انحصاره یې د وتلو ناکامه هڅه وکړه چې تخت پرې واړول شو او د دې برسېره یې په لسو کلونو بند هم محکوم کړ.
امریکا جهانخور سیاستونه لري او غواړي چې ټوله نړۍ له یو سټېجه رهبري کړي چې دا ارمان به یې خاورې او نامراده شي. ان شاءالله