د افغانستان په اړه نړۍوالې ناستې په ځانګړې توګه د دوحې غونډه، همېشه د هغو سیاسي لوبغاړو د اعتبار او وزن معلومولو ځای پاتې شوی چې ځان په ناحقه د افغانستان سیاستوال بولي.
له دې ډلې د مقاومت شوری چې همېشه د ځمکنیو واقعیتونو په خلاف، ځان یو له مهمو سیاسي بنسټونو ګڼي، د ملګرو ملتونو او د سرپرست حکومت تر منځ د خبرو اترو د بهیر په وړاندې یې خپل انتقادي دریځ خپور کړی دی.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا دا ډله دومره ارزښت لري چې وکولای شي د واقعیتونو په مټ ورته نیوکې مطرح کړي؟ آیا ددې شوری غړي لکه ادعا چې لري، د افغانستان د ولس استازي دي او که نه؟
مقاومت شوری په دې اعلامیه کې د روڼتیا غوښتنه کړې، ملګري ملتونه یې د سرپرست حکومت په یو طرفه پیاوړتیا تورن کړي او د یوه روڼ، ټول شموله او عادلانه میکانیزم خبره یې کړې ده.
هغه شوری چې د نورو په نه روڼتیا او شفافیت نیوکه کوي، په خپله یې تر کومې کچې شفاف عمل کړی او د خپلو غړو کارونه یې ټولو ته ښکاره کړي!؟
په واقعیت کې د دې شوری د غړو تشکیل، مالي سرچینې، د پرېکړو میکانېزم او له ولس سره د دوی د اړیکو څرنګوالی همېشه په یوه مبهم حالت کې پاتې شوی؛ تر دې چې ډېری ناستې یې له هېواد څخه بهر له استخباراتي کړیو سره د بندو دروازو تر شا ترسره کیږي، یوازینۍ پایله یې له څو خبري اعلامیو پرته بل څه نه دي.
د دې اعلامیې طرز داسې دی په لیدو به یې یو نابلده څوک فکر کوي چې دا یو رسمي سیاسي خوځښت دی چې هم ولسي مشروعیت لري او هم نړۍوال اعتبار ورسره دی؛ خو په حقیقت کې دا تښتېدلي څهرې نه یواځې د جمهوریت له سقوط وروسته، بلکې د تېر شل کلن اشغال پر مهال یې هم د هېڅ حرکت یا بنسټ په نوم ولسي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.
اوس هم هېڅ رسمي لوري دا وهم ځپلې شوری د یوه سیاسي بدیل او د خبرو اترو د اعتماد وړ شریک په توګه نه مني او په یوه برخه کې یې هم تعامل نه دی ورسره کړی؛ د ځینو هېوادونو له استخباراتي کړیو پرته چې هغوی هم د همکارۍ لپاره نه بلکې د افغان ولس په وړاندې د آلو په توګه ترې استفاده کوي.
د اعلامیې په بله برخه کې یې له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې تېرې تجربې بیا تکرار نه کړي؛ خو په حقیقت کې د ولس له منځ څخه له راوتلي حکومت سره تعامل نه کول او د ولس له لوري د رټل شویو ډلو خوا ته ورتګ هماغه پخوانۍ تېروتنه ده.
هغه تېروتنه چې د افغانستان کړېدلي ولس یې شل کاله بیه پرې کړه؛ د جمهوریت له پرځېدلي رژیم سره د ملګرو ملتونو تعامل له فساد، خیانت او تباهۍ پرته بله پایله نه درلوده.
په پایله کې باید ووایو چې دا ډول شعارونه او په ظاهره د زړه سوي اعلامیې، د دې کسانو له واقعي ماهیت سره هېڅ اړخ نه لګوي، نه به دوی د ولسي او نړۍوال مشروعیت څښتنان کړي او نه به افغانان نور د دوی په تشو او پوچو شعارونو غولېږۍ.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.