د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د پنجشنبې په ورځ د سوریې د پلازمېنې دمشق په جنوب لوېدیځ کې د کفر سوس په سیمه کې د اسرائیلو له هوايي برید خبر ورکړ.
دمشق کې د کفر سوسه په سیمه کې ایران او ایران ته د منسوبو وسلوالو تاسیسات شتون لري، د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د جزئیاتو له ورکولو پرته په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې اسرائیل وخت ناوخت سوریه کې د ایران پر هدفونو بریدونه کوي، چې ډېر کله پکې مهم نظامي او سیاسي مشران په نښه کېږي.