
د پاکستان د جمعيت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن له لوري د پاکستان د اتحاد العلماء تر نامه د عالمانو راټولې شوې غونډې ته په خبرو کې مولانا شجاع الدين په پاکستاني رژيم توندې نيوکې کړي او په خبره یې د پاکستان اوسني حکومت ته د اسلامي نوم ورکول د بحث وړ موضوع ده.
هغه ويلي «موږ به دا فتوا ور کړو، چې د اسلامي حکومت خلاف بغاوت او خروج حرام دی؛ خو تاسې دا راته ووایاست چې اسلامي حکومت څه ته وايي؟.»
نوموړي د پاکستان اوسني رژيم ته په اشارې زياته کړې، چې هر حکومت ته اسلامي حکومت نه شو ويلی او په خبره یې په دې موضوع کافي بحث پکار دی.

