د هېواد بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د ټلیفوني اړیکې له لارې پر روانو حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، ښاغلي متقي د سیمې امنیت او ثبات د ټولو په ګټه بللی او ټینګار یې کړی، چې ښکېل لوري دې د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ لار غوره کړي.

ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت او رسنیو دریځ ستایلی او ویلي یې دي، چې د کابل او تهران اړېکې بېلابېلو برخو کې مخ پر ودې روانې دي.


هغه دغه راز د کابل او تهران ترمنځ د پلاوو تګ راتګ نېک اقدام بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکې همکارۍ یې ستایلې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version