Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مولوي امیرخان متقي: سرپرست حکومت د خپل متوازن سیاست په رڼا کې د پاکستان په ګډون له ټولې نړۍ سره پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي
    افغانستان

    مولوي امیرخان متقي: سرپرست حکومت د خپل متوازن سیاست په رڼا کې د پاکستان په ګډون له ټولې نړۍ سره پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي

    صابر افغانصابر افغان19 اپریل 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ‏د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل ته له راغلي پاکستاني لوړپوړي پلاوي سره په ګډه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت د خپل متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کې د پاکستان په ګډون له ټولې نړۍ سره مثبتې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.

    د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیرانو، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مهاجرینو، سیاسي، اقتصادي، تجارتي، ټرانزیټي، سترو پروژو، او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

    ښاغلي متقي په دغه ناسته کې، په پاکستان کي د افغان کډوالو پر وضعیت او جبري اخراج خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې او په ټینګار سره یې له پاکستاني چارواکو غوښتي چي هلته د میشتو او راستنېدونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

    له بل لوري د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډاډ ورکړی چې له افغان کډوالو سره به ناوړه چلند نه کېږي او دوی به په دې برخه کي جدي ګامونه واخلي. نوموړي وړاندې ویلي چې پاکستان کې د افغان کډوالو جایدادونه او پانګې د هغوی ملکیت دي او اجناس یې هیڅ څوک نشي ایسارولی، نوموړي ژمنه کړې چې پاکستاني امنیتي ارګانونه به په دې برخه کي د هر ډول خپل سري عمل مخه نیسي.

    د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو د رئیس په وینا، په دغه ناسته کې همداراز د سفارتي اړیکو پر لوړولو، ګډې همکارۍ،‏ د ویزو پر زیادت او اسانتیا، زارعتي محصولاتو پر چټک انتقال، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر ودې او یو شمېر سترو پروژو لکه افغان ټرانس، کاسا ۱۰۰۰، ټاپي او ټاپ پر اهمیت، روان بهیر او دې برخو ته پر ځانګړي پام خبرې وشوې.‏

    د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان ته بلنه ورکړې چې پاکستان ته رسمي سفر وکړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې راشه درشه دوام پیدا کړي.

    مخکینۍ مقالهد احصایې او معلوماتو ملي اداره: د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې د ۱۰۰.۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي
    راتلونکي مقاله ملا محمد حسن آخند: له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو؛ دا ډول کړنې نه یوازې فاصلې ایجادوي، بلکې پر تېرو ټولو ښو مناسباتو د بطلان کرښې راکاږي

    مربوطه لیکنې

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت په څکمنیو ولسوالۍ کې د یو…

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.